‏د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس شیخ شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د قطر سرې میاشتې د پروګرامونو له مسؤول احمد عثماني سره وکتل.

افغاني سره میاشت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې د څښاک پاکو اوبو د برابرولو، د سوري زړه ناروغانو د درملنې او معلولینو ته د ویلچرونو د وېش په برخو کې د مالي ژمنو پر عملي کېدو خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، افغانستان لپاره د قطر سرې میاشتې د پروګرامونو مسؤول ډاډ ورکړی چې يادې ژمنې به عملي کوي او زياته کړې یې ده چې د نورو بشري مرستو د پراخولو لپاره به له خپل مرکزي دفتر سره همغږي وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version