د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پنجشېر او پروان ولایتونو په ولسوالیو او امنیتي حوزو کې جذب شوي ۶۶۱ تنه پولیس منسوبین له دوه میاشتنیو مسلکي زده‌کړو فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

دغو پولیسو ته د دوه میاشتو په مخه د پروان ولایت د پولیسو په روزنیز مرکز کې له مسلکي زده‌کړو سربېره عقیدتي زده‌کړې هم ورکړل شوې وې.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې مسئولینو په خپلو ویناوو کې نوي فارغ شوي منسوبین له خلکو سره ښه چلند او د اوامرو اطاعت ته هڅولي دي.

د ویلو ده، چې له دې وړاندې هم د کورنیو چارو له وزارت اړوندو روزنیزو مرکزونو څخه زرګونه سرتېري له زده‌کړو فارغ او د هېواد بېلابېلو برخو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version