افغانستان څو کلونه پرله‌ پسې له داسې تپل شویو جګړو سره لاس او ګریوان و چې رېښه یې د اشغالګرو پوځونو یرغل او اشغال ته رسېده. دوی له افغانستان څخه د خپلو سیاسي او سیمه‌ ییزو ګټو د خوندي کولو، د ملي او طبیعي زېرمو د لوټ په موخه دې خاورې ته راغلي وو.

ځینې خلک چې د غرب په تمدن او فرهنګ یې زړه بایللی و او خپلې ګټې یې له کفارو سره په ملګرتیا او یو لاس کېدو کې لیدلې، د اشغالګرو راتګ یې اسانه کړ او د خپل هر اړخیز ملاتړ په مټ یې په افغانستان کې د اشغالګرو شتون په پرله پسې توګه وغځاوه. دا ډول کسان یواځې د پرېمانه ناروا شتمنیو د ترلاسه کولو او د خپلو نامحدودو شخصي اړتیاوو د پوره کولو لپاره دې ته چمتو شول چې د اشغالګرو له لوري د افغانستان په اړه هر ډول تحمیل ومني او د هېواد په هر راز ګټو او مصالحو پښې کېږدي، افغان ملت له کوم دلیل او جواز پرته له بهرنیانو سره په څو کلنه نابرابره جګړه کې ښکېل او د دې خاورې ځوانان د جګړې د اور قرباني کړي. خو دې لړۍ د ډیرې مودې لپاره دوام ونه کړ، په شل کلنۍ کې پای ته ورسېده او د تاریخ د کثافاتو په ډیران کې دفن شوه.

هغوی چې د اشغالګرو او غربیانو هم‌ فکره او څنګلوري وو او یواځې د افغان نوم یې په میراث وړی و، کله چې د اشغالګرو جادو مات او په افغانستان کې یې واکمني پای ته ورسېده، دوی چې حالت خراب ولیده، پوه شول چې په راتلونکي کې یې له شرم او بدنامۍ پرته بل څه په برخه نه دي؛ له همدې کبله یې د هېواد پرېښودل غوره وګڼل او د بهرنیانو په لمن کې یې د هغه ډول، ډول ژمنو او تړونونو له مخې پناه واخیسته چې له پخوا یې له دوی سره درلودل.

له کلونو جګړو وروسته افغان ملت د آزادۍ او خپلواکۍ خوند ولید او په نږدې څلور کلنه دوره کې چې سرپرست حکومت په افغانستان کې واک ته رسېدلی، ملت په ملي کچه د مثبتو او پراخو بدلونونو شاهد دی چې د کورنیو او ملي رسنیو له لارې یې لیدلي، ځکه اوس د دې پر ځای چې ولس له اشغالګرو سره وجنګېږي، په ژوند کې د پرمختګ او د خپلې کورنۍ لپاره د ښو ورځو په فکر کې دي.

له دې ټولو لاس ته راوړنو او په هېواد کې له امنیت، ارامۍ او په بېلابېلو برخو کې له بریاوو سره، سره لا هم داسې کسان شته چې د اشغالګرو د ماتې او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یې په وجود کې د ژورو دردونو په وجه، هڅه کوي چې د درواغو او منفي تبلیغاتو له لارې، په رسنیو او نړۍوالو غونډو کې یو ځل بیا هېواد ته د ننه، د بهرنیو ځواکونو د راتګ زمینه برابره او افغانستان یو ځل بیا د اشغال کوربه کړي. همدا لامل دی چې په بېلابېلو نومونو د بېلابېلو هېوادونو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي، هر حزب او جبهې د هغو پخوانیو آزمویل شویو څهرو په مشرۍ ډلې جوړې کړې او د بندو دروازو تر شا فکر کوي چې ګواکې یو ځل بیا به د افغانستان د تباهۍ او یوې بلې کندې ته یې د غورځېدو چانس ترلاسه کړي.

خو څرګنده خبره ده چې تر اوسه د دې ډلو ټولې هڅې بې پایلې پاتې دي، له نړۍوالو څخه یې هیڅ مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی، له انزوا او هېرېدو سره مخ دي.

که د دې معلومو څهرو د داخلي سقوط او بې‌اتفاقۍ علت وڅېړو، نو دې پایلې ته رسېږو، لکه څرنګه چې دوی د افغانستان د واک پر مهال او د مهمو حکومتي بستونو له شتون سره، سره ونه‌ توانېدل کوم منسجم جوړښت رامنځ ته کړي، داسې جوړښت چې د ملت په ګټه وای او افغانستان یې د نړۍوالو ملي ګټو په لور سوق کړی وای، اوس چې په انزوا کې دي او هېڅ اختیار نه‌ لري، هېڅکله نشي کولای چې خپل خیالي او له وهم ډک خوبونه په حقیقت بدل کړي.

سره له دې چې دوی په رسنیو کې ډېر شور جوړ کړی، له بېلابېلو آدرسونو غونډې او ناستې کوي، تر ننه پورې نه دي توانېدلي چې خپل منځي یووالی رامنځ ته او خپل صفونه منظم کړي، نه یې هم کوم مشروع، ولسي او منظم بدیل وړاندې کړی چې د افغان ولس باور پرې را خپل او راتلونکي ته یې هیله‌من کړي. بلکې همېشه د دوی خپل منځي شخړې پر شخصي ګټو بارزې وې او هېڅکله یې د بحث اصلي محور د ملت بنسټیزې اړتیاوې نه‌ دي پاتې شوې او نه یې هم د افغانستان د پرمختګ لپاره یوه سمه او ټولیزه نقشه وړاندې کړې. همدا خبره د دوی د هڅو د ناکامۍ یو غټ لامل دی.

خو که د دې کسانو خبرې په جلا، جلا ډول واورو او یو د بل پر ضد شکایتونه او نیوکې یې وګورو، داسې ښکاري چې هر یو له همدې اختلافاتو ځورېږي او د یو بل بد وايي، خو هېڅکله حاضر نه دي چې د اختلافاتو اصلي لاملونه ولس ته ښکاره او په ډاګه کړي، ځکه په دې ښه پوهېږي چې ولس به یې د اختلافاتو د اصلي دلائلو په اورېدو خوشحاله نشي، ځکه ټول پوهېږي چې د دوی ترمنځ د اختلافاتو ریښه د ولس او ملت په خیر نه ده، بلکې شخصي ګټې دي.

که لږ هم د تاریخ پاڼې واړوو او د جمهوریت دورې ته پام وکړو، نو وینو چې د واکمنانو ترمنځ د زور زیاتي پر بنسټ یو سخت رقابت روان و. هغه مهال چې هر چارواکي دولت او واک درلوده، د زور زیاتي یو برج یې د ځان لپاره جوړ کړی و او هڅه یې دا وه چې یواځې خپل قوم واک ته ورسوي او له لارې یې د ځان پلویان ډیر کړي.

په دې کې شک نشته چې تبعیض د افغان ولس ترمنځ رېښه غځولې وه، د قومونو ترمنځ تفرقه رامنځ ته شوه او هر قوم د بل پر ضد پټې او ښکاره دسیسې جوړې کړې، ځکه دوی دې پایلې ته رسېدلي وو چې د قانون له لارې خپلو حقه حقوقو ته نشي رسېدای، نو مجبور وو چې هماغه ناولې لاره تعقیب کړي چې نورو هم د ځان لپاره غوره کړې وه.

د جمهوریت پر مهال په اداراتو، وزارتونو او ریاستونو کې پراخ فساد دومره ډېر و چې له ډیرو نړۍوالو مرستو او داخلي عوایدو سره، سره افغانستان همېشه له پرمختګ څخه څو ګامه شاته پاتې و او د ودې پر ځای له یو او بل هېواد او حتی له نړۍوالو بانکونو پوروړی و. دا هم نه‌ وه معلومه چې دا مرستې او بودیجه چېرې لګول کېده. یوازینی څه چې روښانه وو، دا وو چې فساد د ټولو ناکامیو جرړه وه او بودیجې د هېواد د آبادۍ په ځای، د نفوذ لرونکو اشخاصو د شخصي ګټو لپاره لګول کیدې.

د جمهوریت په فاسد دوران کې له حاکم وضعیت او د داسې پلورل شوو کسانو په شتون کې دا څرګنده ده چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې همېشه وروسته پاتې و او د پرمختګ لپاره یې هېڅ کوټلی او مثبت ګام وانخیستل شو.

خو که اوس د سرپرست حکومت روان وضعیت او له بهرني ملاتړ پرته روانې هڅې وګورو، نو دې پایلې ته رسیږو چې په ډېر کم وخت کې سترې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي، افغانستان د آبادۍ او پرمختګ په لوري لوی او چټک ګامونه اخېستي او له نورو هېوادونو سره یې د تعامل په برخه کې د ډاډ وړ بریاوې درلودلې دي. له همدې امله دا دوره له هغه پخواني حالت سره هېڅ د پرتلې وړ نده او دې پایلې ته رسېدلی شو چې ملت له سرپرست حکومت او له هڅو یې خوښ او راضي دی.

له بل پلوه، سره له دې چې سیاسي ډلې او جبهې د افغانستان د حکومت پر ضد فعالیتونه کوي او په دې هڅه کې دي چې ځان سپین وښيي او د هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي، خو د دوی له بد حالت ښکاري چې نور هېڅ هېواد په ناکامو او آزمویل شویو اشخاصو پانګونه نه‌ کوي او خپل چانس په دوی نه آزمویي، همدا لامل دی چې له دومره هڅو، دوکو او منډو تړو سره، سره بیا هم هېڅ پایلې ته نشي رسېدلی.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version