د ارشاد، حج او اقافو وزارت وايي، د دغه وزارت د چارسمبالي وزیر تر مشرۍ لاندې د هېواد د علماوو یو پلاوي ازبېکستان ته سفر کړی، چې هلته به د دواړو هېوادونو د اړیکو، همکاریو د پیاوړتیا او په دیني او ښوونیزو برخو کې د دواړو هېوادونو د فعالیتونو د همغږۍ په اړه به خبرې وشي.: «د هېواد د علماوو لس کسیز لوړپوړی پلاوی د ازبېکستان مسلمانانو د ادارې د مشر مفتي شیخ نورالدین خالق نظر په رسمي بلنه د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او په دیني او ښوونیزو برخو کې د دواړو هېوادونو د فعالیتونو د همغږۍ په موخه تللی.

په دغه سفر کې به د هېواد د لوړ رتبه جیدو علماوو پلاوی د ازبېکستان د تاشکند، بخارا او سمرقند ښارونو له دیني او اسلامي مرکزونو څخه د لیدنې سربېره د دغه هېواد د اسلامي بنسټونو له مسوولینو سره هم وگوري.»

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه سفر موخه له اسلامي امارت او په ځانگړې توگه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره د اړیکو ټینگښت، پراختیا او همکاري او د دواړو هېوادونو (افغانستان او ازبېکستان) د علماوو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پرمختگ ښودل شوي دي.: «د جوماتونو او مدرسو په برخو کې یو له بل سره همکاري او تجربې شریکول، د اسلامي میناتورۍ او سبک په برخه کې د معلوماتو ترڅنگ په یو لړ نورو برخو کې د نظرونو تبادله.»

د یادولو وړ ده چې د ازبېکستان د سمرقند، بخارا او ترمذ ښارونه گڼ شمېر ديني، علمي او تاریخي مرکزونه لري، چې د اسلامي تمدن یوه لویه برخه جوړه وي، په سیمه او په ځانگړې توگه په منځنۍ اسیا کې د اسلامي تمدن او کلتور مهمه برخه بلل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version