د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مطیع الحق خالص د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون (COP-29) په نړیوال کنفرانس کي د ګډون په موخه اذربایجان ته تللی دی.

یادې ادارې نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، ښاغلی خالص به په دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کي خپل نظریات شریک کړي او په دې برخه کې به له نړیوالو سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

ټاکل شوې دا کنفرانس سبا (دوشنبه) د ملګرو ملتونو په کوربتوب د اذربایجان په باکو ښار کي پیل او د روانې نومبر میاشتي تر ۲۲مي نېټې پوري دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې دا به لومړی ځل وي چې د اقلیمي بدلون په نړیوال کنفرانس کې د اسلامي امارت پلاوی ګډون کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version