د افغانستان اسلامي امارت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت خبر ورکړی چې محتسبینو یې په زابل ولایت کې د یوې ۱۲ کلنې انجلۍ د جبري ودېدو مخنیوی کړی دی.

د یادونې وړ ده چې، د افغانستان اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په تېرو درېیو کلونو کې زرګونه داسې قضیې حل کړي دي.

امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت دا مهال په ټول هېواد کې د ښځو شرعي حقونو ورکړې، اجباري نکاح مخنیوي او په بدو کې د نجونو ورکولو د مخنیوي په چارو بوخت دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version