د سرپرست حکومت د امارتي شرکتونو لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، یاد شرکت د کابل هوټل چې تېرو شلو کلونو کې د «اغا خان بنسټ» له لوري د سرینا هوټل په نوم فعالیت درلود یوه بل نړیوال شرکت ته په قرارداد ورکړی.

د خبرپاڼې له مخې د دغه هوټل له پخواني قراردادي (اغا خان بنسټ) سره یې د روان ۱۴۴۶ ه.ق کال د جمادي الثاني په ۱۵ نېټه قرارد پای ته رسېدلی او له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د دغه هوټل فعالیتونه په عادي ډول دوام لري.

یاد شرکت د قراردادي شرکت نوم نه‌دی ذکر کړی، خو ویلي یې دي چې دغه شرکت د هوټلدارۍ په برخه کې کافي تجربه لري او د کابل هوټل چارې به په ښه معیاري ډول پر مخ وړي.

تر دې وړاندې د سرینا هوټل د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي وو، چې سر له سبا (شنبه، د سلواغې ۱۳مه) افغانستان کې خپل خدمتونه او فعالیتونه دروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version