د عامې روغتیا وزارت سرپرست، مولوي نور جلال جلالي د Save the children ، World vision، IMC او SCR مؤسسو له مسؤلینو سره لیدنه کې پر روغتیایي خدمتونو خبرې کړي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې لیدنه کې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو، د مور او ماشوم برخې روغتیايي خدماتو ته پر لا زیاتې پاملرنې، د افغان روغتیايي پرسونل په ظرفیت لوړلو او په اغېزمنه توګه د روغتیايي خدماتو تطبیق اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
ښاغلي جلالي خلکو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو ټینګار کړی او په همدې موخه یې د یادو مؤسسو له استازو غوښتنه کړې چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پروسه په اغېزمنه توګه تطبیق کړي.
بل لور د یادو مؤسسو مسؤلینو ډاډ څرګند کړی، چې روغتیا وزارت سره د ګډې همغږۍ له لارې به ولسونو ته په معیاري توګه روغتیايي خدمات وړاندې کوي.