د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت محتسبینو تېره میاشت د ښځو د حقونو اړوند ۱۲۴ قضیو ته رسېدنه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې قضیو کې د کورني تاوتریخوالي، د میراث، جبري نکاح، د مهریې، د نفقې او د طلاق قضیې شاملې دي.
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي، چې په همدې موده کې یې ۸ کوډګر نیولي او ۶۰ دښمنۍ او شخړې یې هوارې کړې دي.
