واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې لوړپوړي ډیموکرات غړي ګریګوري مېکس د ټرمپ د ادارې هغه وړاندیز شوي تړون پر وړاندې اعتراض کړی چې اسرائیلو ته د شاوخوا ۲.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت ۴۰،۰۰۰ بمونه ورکړل شي.
د معلوماتو له مخې دا هر بم شاوخوا ۲،۰۰۰ پونډه (نږدې ۹۰۷ کیلوګرامه) وزن لري.
مېکس وايي چې د دې وسلو د استعمال په اړه اندېښنه لري او وویل چې ښايي په ډېر ګڼ مېشتو سیمو کې وکارول شي.
هغه همدارنګه ويلي، چې د وسلو استعمال باید د امریکا او نړیوالو قوانینو سره سم استعمال شي.
د مېکس په وینا چې د ۲،۰۰۰ پونډه وزن لرونکي بمونه د امریکا تر ټولو ویجاړوونکو وسلو څخه دي.


