د نيويارک پوسټ رسنۍ د راپور له مخې د مکسیکو کارټل وسله والو د امريکا د تګزاس ښار ته نږدې د امريکا او مکسيکو پر پوله د فرونټن سيمه کې د متحده ایالاتو د سرحدي ګزمې په پوليسو ډزې کړي.

راپور زياتوي چې وسله وال بريدګر له سيمې تښتېدلي او د مکسيکو په يوه ټاپو کې یې پناه اخيستې ده.

د امريکا او مکسيکو کړکېچ د ټرمپ د غير قانوني کډوالو د شړلو له پرېکړې وروسته په ډېرېدو دی او تازه امريکا د مکسيکو سره پولې ته سلګونه نور امريکايي عسکر لېږلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version