رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د جنوبي کارولینا په یوه ټاپو کې په رستورانت کې د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ نور ژوبل دي.
سرچينې د ياد ايالت د پولیسو له قوله ويلي، چې د ټپي شویو کسانو له ډلې یې څلور تنه په نازک حالت کې دي او د مرګ احتمال یې لوړ دی.
پېښه ځايي وخت د شپې يوه بجه رامنځته شوې او د شاوخوا سيمو ډېری خلک یې وېرولي دي.
پوليسو ويلي، بريدګر نه دي نیول شوي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
