د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي افتاب عالم پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، افغانستان ته چې چا په ټیټ نظر کتلي ښه ورځ یې نه ده لیدلې.
نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې جګړې ته په اشارې زیاته کړې، چې په دغسې حالاتو کې هر افغان د ده په خبره اټوم بم، مزایل او جنګي الوتکه ده.
ښاغلي عالم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «منو چې موږ سره وسایل کم دي، خو په دې ځای کې هر وګړی اټوم بم دی، هر وګړی میزایل دی، هر وګړی F-16 الوتکه ده. موږ نه ماتېدونکی ولس یو، ژوندی دې وي افغانستان.»
