يو شمېر شنونکو د امريکا له لوري د وینزویلا د ولسمشر نيکولاس مادورو له نیولو وروسته ويلي، چې د امريکا د کمونست ګوند مشر «جېکسن هینکل» چې کوم هېواد ته لاړ شي، څو میاشتې وروسته هغه حکومت د CIA په لاس سقوط شي.

جېکسن د «امریکا کمونیست ګوند» مشر، سیاسي شنونکی او د ټولنيزو رسنيو اغېزمنه څهره ګڼل کېږي.

جېکسن تر دې وړاندې د نړۍ په روانو جګړو کې د امریکا حکومت خلاف د روسیې، ایران، پاکستان، حزب الله او حماس غورځنګ ملاتړی یادیږي او ډونالډ ټرمپ ته جنګي مجرم وايي.

د وينزويلا د ولسمشر تر نيولو وروسته ګڼو شنونکو لیکلي، چې نوموړی د CIA مهم کس او چې د هر هېواد ملاتړ وکړي نو هلته د امريکا د استخباراتي ادارې په لاس سقوط رامنځته کېږي.

جېکسن له ايران، فلسطين، يمن او وينزويلا څخه ملاتړ اعلان کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version