د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د ناټو متحد هېوادونه د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو او امنیت په ټینګښت کې مرسته ونه کړي، دا تړون به له «ډېر بد راتلونکي» سره مخ شي.
ټرمپ ویلي هغه هېوادونه چې له دې مهمې سمندري لارې ګټه اخلي، باید د هغې د امنیت په تأمین کې هم برخه واخلي.
هغه همدارنګه له چین، فرانسې، جاپان، جنوبي کوریا او برېټانیا غوښتي چې د ماین پاکوونکو بېړیو او نورو پوځي تجهیزاتو په لېږلو کې مرسته وکړي.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی چې شاوخوا ۲۰ سلنه د نړۍ خام تېل له همدې لارې لېږدول کېږي.
