د بلوچستان لېبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) وسله‌والې ډلې په جلا جلا بریدونو کې د درېیو پاکستاني پوځي جاسوسانو د هلاک کیدو خبر ورکړی دی.

یادې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یاد جاسوسان د دوی د جنګیالیو له لوري د بلوچستان تمپ، تربت او تجابان سیمو کې په نښه او هلاک شوې دي.

د بلوچستان لېبرېشن فرنټ وړاندې ټینګار کړی، چې د پاکستاني رژیم لاسپوڅو او جاسوسانو پر ضد به یې اقدامات دوام ولري.

د پاکستان پوځي رژیم چې وروستیو کې یې د بلوچستان ګڼې مهمې سیمې له کنټروله وتلي؛ د بي‌ اېل اېف دې ادعا ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version