رويټرز راپور ورکړی، چې د امریکا کانګرس د لومړي ځل لپاره د جګړې د واکونو طرحه تصویب او په زغرده له ایران سره یې د ډونالډ ټرمپ حکومت د جګړې مخالفت وکړ.
سرچينې ويلي، د جمهوريتپالو تر کنټرول لاندې سنا پرون ورځ داسې طرحه تصویب کړه، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته امر کوي چې له ایران سره ودروي او یا د پوځي عملیاتو دوام لپاره د کانګرس اجازه تر لاسه کړي.
په دې تړاو رایه اچونه کې یو شمېر جمهوریتپال سناتوران هم د ډیموکراتو لږهکیو سره ودرېدل او دا طرحه یې د ۴۸ مخالفو رایو مقابل کې په ۵۰ موافقو رایو تصویب کړه.


