د ايران بهرنيو چارو وزير، عباس عراقچي چې په يوه رسمي سفر چین ته تللی و، له راګرځېدو وروسته یې په خپله اېکسپاڼه په یوه پیغام کې له چینايي چارواکو سره خپلې مشورې «بریالۍ» بللي او لیکلي یې دي چې ایران د وخت په تېرېدو رامنځته شوې ستراتیژیکې ملګرتیا ته ارزښت ورکوي.
عراقچي زیاته کړې، چې د نن ورځې پرېکړې به د سیمې راتلونکی ستراتیژیک توازن، له داسې لړۍ وارو پایلو سره چې اټکل یې ناشونی دی، وټاکي.
هغه همداراز د چین د ولسمشر شي جینپینګ له خوا د سولې لپاره مطرح شوي څلور اصول «کلیدي» وبلل.


