فاکس نیوز خبري شبکې راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد کانګرس ته په یوه استول شوي راپور کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (انروا) د له‌منځه وړلو غوښتنه کړې.

په دې راپور کې ویل شوي: «چې انروا باید له‌منځه یووړل شي او د اصلاح وړ نه ده.»

د معلوماتو له‌مخې، یاده اداره دا مهال غزه کې فلسطینیانو ته مرستې وېشي او په دغه تړانګه کې د روان بشري وضعیت په اړه څېړنې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version