د راپورونو له‌مخې، ټاکل شوې سبا یکشنبه (د تلې، ۱۲مه) د حماس او صهیونیستي رژیم ترمنځ د اوربند خبرو اترو لومړی پړاو مصر کې پیل شي.

د عربي رسنیو د راپورونو له‌مخې، د مصر العریش ښار به د دغو خبرو کوربه وي.

ورته مهال رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ استازی سټیو ویتکاف به هم ډېر ژر سیمې ته سفر وکړي.

د نوموړي د سفر موخه د حماس او صهیونیست رژیم ترمنځ په مذاکراتو کې ګډون ښودل شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه حماس غورځنګ غزه کې د اوربند له طرحې سره جزئي هوکړه کړې او د دغې هوکړې پر ځینو مواردو یې خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version