د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د محمد ابراهيم پر مشرۍ د پاکستات جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره کتلي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تګ راتګ ارزښتناک بللی او ویلي یې دي، چې مثبتې اړيکې د ولسونو په ګټه دي.
ورته مهال د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پلاوي د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ پر نږدېوالي ټينګار کړی او د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنۍ وروسته یې د افغانستانه پرمختګونه ستایلي دي.
یاد پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښهوالی د فرضي کرښې د پورې غاړې ولسونو د ژوند ښه کولو لپاره ګټور بللی او هيله يې ښودلې، چې ستونزې حل کړي.