د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم په نړۍواله کچه سخت منزوی شوی او د غزې جګړه د دې لامل شوې چې دغه رژیم د ډېرو هېوادونو ملاتړ له لاسه ورکړي.
نوموړي وړاندې غزه کې د یاد رژیم جنایتونو ته په اشارې زیاته کړې، چې صهیونیست لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غزه کې د ده په ټکو حدود مات کړي دي.
ټرمپ زیاتوي، چې هڅه کوي په نړیواله کچه د صهیونیست رژیم د لا منزوي کېدو مخه ونیسي او هېوادونه بېرته د یاد رژیم ملاتړ ته راوبلي.
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د غزې په اړه د واشنګټن طرحه ښه پر مخ روانه ده او هېواد به یې د جګړې د پای او اوربند لپاره پر دواړو لوریو فشار زیات کړي.