د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، چې که پر ده او یا یې پر کورنۍ څه وشي؛ نو مسئول به یې د پاکستان مرکزي حکومت وي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې د پاکستان حکومت ترې امنیتي ساتونکي بېرته واخیستل.

ایمل ولي خان وړاندې زیاته کړې، چې د خلکو د غږ په توګه به د پاکستاني حکومت پر وړاندې له خبرو تېر نه‌شي او د ده په ټکو هرې سناریو ته چمتو دی.

د ویلو ده، چې ایمل ولي خان تازه د پاکستان د پوځ پر مشر توندې نیوکې کړي او هغه یې د ګران بیه کانې توکو سوداګر بللی.

نوموړي ویلي: «زمونږ لوی درستيز د دوکاندار په څېر یې په لاسي بکس کې د ځمکې کامیابه منرالونه راټول کړي او ګرځي. د کوم هېواد درستيز به داسې یو ریشخند کار وکړي؟ ما خو چې زمونږ لوی درستيز ولید داسې احساس مې وکړ، چې په مغازه کې ولاړ دوکاندار بیرون خلکو ته چیغې وهي چې راشئ، له ماسره ښه، ښه شیان دي.»

ورته مهال د جنوبي اسیا د چارو یو شمېر څارونکو، له ایمل ولي خان څخه د امنیتي ساتونکو بېرته اخیستل د پاکستان د پوځي استخباراتو کار بللی او خبرداری یې ورکړی، چې نوموړی به هم د نورو ترور شویو اشخاصو پر برخلیک اخته شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version