د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د ویسکانسن ایالت په یو ښوونځي کې یو وسله‌وال سړي ډزې کړي چې له امله یې درې تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې یاده پېښه د ویسکانسن ایالت د مډیسن ښار په یو ښوونځي کې شوې چې د پېښې پر مهال په ښوونځي کې ۳۹۰ زده‌کوونکي موجود وو.

امریکا کې د وسله‌والو بریدونو د ارشیف د معلوماتو له مخې، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه بیا د ډسمبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې د وسله والو بریدونو سره په تړلیو پېښو کې ۱۶۰۰۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۳۰زره نور ژوبل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version