د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ محمد خالد حنفي ویلي، چې دې وزارت د ولسونو څه باندې ۵۰ زره شکایتونه اورېدلي او نږدې څلور زره رواني ناروغان یې راټول او د درملنې په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن (یکشنبه) د کابل له ولسونو سره د همغږۍ غونډه کې کړي.

ښاغلي حنفي دا هم ویلي، چې اسلام تر مساجدو او دیني اماکنو نه دی محدود، بلکې د ژوند ټول اړخونه رانغاړي؛ خو په خبره یې «مغرضې کړۍ» تل هڅه کوي، چې د اسلام د اساسي شعبې (امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر) پر ضد تبلیغات وکړي.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت وزیر زیاته کړې، چې تېرو شلو کلونو کې د ځوانانو د قربانیو موخه د اسلامي نظام تطبیق و.

نوموړي ویلي، چې د ځوان کهول او تحصیلي نظام تخریبولو او تحریفولو لپاره د «یرغلګرو» له لوري ګڼې پانګونې شوي او هڅه شوې، چې ذهنیتونه د اسلامي نظام ضد جوړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version