د اوبو او انرژي وزارت د نوې کېدونکې انرژۍ رئیس انجینر جان محمد حمزه په مشري د دغه وزارت پلاوی د «نوې کېدونکې انرژي په نهم نړیوال کنفرانس او نندارتون» کې د ګډون په موخه ایران ته ولاړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد پلاوی به د دغه کنفرانس له ګډونوالو سره د نوې کیدونکې انرژي اړوند د سرپرست حکومت د سیاستونو او برنامو، وړتیاوو، بهرنۍ پانګونې او نړیوالې همکارۍ، د انرژي بازار ننګونې او د پانګونې د ډولونو په هکله خبرې اترې وکړي.