د اوبو او انرژۍ وزارت تر راتلونکو دوو ورځو پورې د هېواد په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت ویلي، د 1403 لمریز کال د وري له 27 نېټې څخه تر 29 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي له امله به سېلابونه راووځي.

«د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغېزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالي هوا پېژندنې ارگانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او واورې له امله د سېلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج امو) سينديزو حوزو کې شوی دی.»


د خبرپاڼې له مخې، په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کېدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانگړې توگه د (کوشک و کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترینکوت، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوگر، کابل، میدان وردگ، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنگان، بغلان، تخار، بدخشان) کې د سېلابونو اټکل کېږي.

«پر همدې بنسټ له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوگن دي، په ډېر درنښت هیله کېږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سېلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندینیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.»


له بل لوري د هوا پېژندنې ادارې هم نن په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنگان، بلخ، پنجشېر، کاپیسا، پروان، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، غزني، میدان وردگ، کابل، بامیان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.


دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله تر دې مهاله ۶۰ تنو هېوادوالو ته مرگ‌ژوبله اوښتې او زرگونه جریبه کرنیزه ځمکه هم اوبو وړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version