د ملي دفاع وزرات وايي، د هېواد په شمېر ولایتونو کې یې هغه خلک ژغورلي دي، چې په سېلابونو کې بند پاتې وو.


له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کندهار – هرات د لویې لارې په اوږدو کې د فراه ولايت بکواه ولسوالۍ کې يو مسافر وړونکی او بل بار وړونکی ټېلر ډول موټر چې د سېلابونو په اوبوکې بند پاتي وو د خالد بن ولید څلورمې پلي لواء مجاهدینو له لوري د اوبو څخه وژغورل.


د خبرپاڼې له مخې، د هلمند په گرشک ولسوالۍ کې هم د زیاتو ورښتونو له امله یو شمېر خلک په اوبو کې بند پاتې وو، چې د درېیمې پلې لواء د منسوبینو له لوري ژغورل شوي دي.


همدارنگه یاد وزارت د کندهار په بولدک ولسوالۍ هم دوه هېوادوال چې په سېلاب کې بند پاتې وو، د هوايي ځواک په مرسته ژغورلي دي.


په خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی، چې د ملي دفاع وزارت مسوولین هر وخت په بېړنیو حالاتو کې د خپلو هېوادوالو تر څنگ او په خدمت کې دي او پر وخت یې جدي اقدامات تر سره کړي.


د تېرې شنبې ورځې راهیسې د هېواد په گڼو ولایتونو کې ورښتونه ورېږي، چې له امله یې سېلابونه راوتلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version