د اوبو او انرژۍ وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د ياد وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “دوامداره انرژۍ لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ” په نوم د انرژۍ په پنځم نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ.

ياد وزارت وايي، چې د ښاغلي منصور ګډون به د افغانستان لپاره له ازبکستان او نورو هېوادونو سره د دوه‌ اړخیزو همکاریو پراختیا، د پانګه‌والو د جلب او د انرژۍ سرچینو د مدیریت په برخه کې له نړۍوالو تجربو د ګټې اخیستنې زمینه برابره کړې.

ويل‌کېږي چې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر به په دغه کنفرانس کې د انرژۍ او نوې ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د غوره‌والي او په دې برخه کې د شته ننګونو په هکله خبرې اترې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version