شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزير ملا عبداللطيف منصور د دغه وزارت او عزیزي انرژۍ شرکت ترمنځ د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لیک د لاسلیکولو مراسمو ته په خپلو خبرو کې ويلي، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره خورا ښې سرچینې او فرصتونه شتون لري او په خبره یې پانګوال دې ورڅخه استفاده وکړي.نوموړي زياتوي، چې د افغانستان سرپرست حکومت د ملت دردونه درک کړي او د درملنې لپاره یې هڅې کوي.د ښاغلي منصور په خبره افغانستان ته د پانګوالو راتګ او پانګونه کول، پر شته نظام باندې د دوی د بشپړ اعتماد څرګنداوی دی.نوموړي زياته کړې، چې د عزيزي ګروپ د پانګونې قدر کوي، او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.
په کابل کې د ایران سفیر، عليرضا بیکدلي: هېواد یې د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره د اسلامي امارت د هر اقدام ملاتړ کوي1 جولای 2026