د اوبو او انرژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، په هېواد کې د برېښنا د تولید او پراختیا په برخه کې یې تاریخي ګامونه اخیستي او دا مهال په ټوله کې د ۵ زره او ۷۶۷ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ۳۷ پروژې یې په لاره اچولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو ولایتونو کې له بېلابېلو سرچینو لکه له اوبو، لمر، ډبرو سکرو او باد څخه د برېښنا د تولید لپاره ګڼ شمېر پروژې تر لاس لاندې لري چې، له دې ډلې په نغلو کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا یوه پرژوه بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، له ترکمنستان څخه د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا واردلو، د پل علم د ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا، د غزني د لمریزې برېښنا ۱۵۰ مېګاواټه، د نغلو د لمریزې برېښنا د ۱۰۰ مېګاواټه، کندهار کې د ۳۰ مېګاواټه، په بلخ ولایت کې له ډبرو سکرو ۱۰۰ مېګاواټه او د عوفي بهرام شرکت له لوري د ۲۵۰ مېګاواټه د برېښنا د تولید پروژې د هوکړه لیک په پړاو کې په ښه توګه پرمخ تللې او په راتلونکي کې به یې د پلي کولو قرارداد هم لاسلیک شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version