ولسونه له خپلې جغرافيې بهر په بېلابيلو اوصافو او ځانګړو نښو يادېږي، په دې برخه کې ملي هويت تر نورو ډیر اهم او د پيژندنې ښه وسيله ده، همدا هويت وي چې له مخې یې پیژند پاڼې او نور اړین اسناد ورکول کېږي او نور هېوادونه بیا اوس د همدې هويت پر اساس تعامل ورسره کوي.
په نوره نړۍ او سیمه ییزو هېوادونو کې د هویت پیژندنې مسئله سره کرښه وي، هیڅوک دا جرأت نشي کولای چې په اړه یې بحث او مجادله ترسره کړي، یا هم انکار ترې وکړي، خو په افغانستان کې بیا له تېرو څو لسیزو د شر او فساد لارویانو د قدرت ترلاسه کولو، واک ساتنې او له دې لارې د ټولنې د تجرید په هدف دا سره کرښه تر پښو لاندې کړې او په تېر کې خو یې په دې اړه ګڼ بحثونه راټوکولي او لاریونونه یې هم ترسره کړي دي.
د پرځېدلي جمهوریت په دوه لسیزو حاکمیت کې د ملي هویت مسئلې ته د یوې معضلې او د بحث وړ موضوع په توګه کتل کېدل، ځینې چې هغه مهال په اقتدار کې وو او اوس بیا د شر او فساد تر عنوان لاندې راټول شوي، له افغاني هویت څخه انکار کوي، دوی داسې انګېرل/ انګېري، چې د افغان په نوم ملي هویت تر یو ځانګړي قوم پورې محدود دی، په همدې اساس نه تنها دا چې له افغاني هویت څخه انکار کوي، بلکې د افغانستان په نوم یوه لویه جغرافیه هم نه مني.
د تېرو دوه لسیزو پر مهال له دې په استفاده چې واک او قدرت یې درلود، د افغان په نوم له ملي هویت څخه څرګند انکار او مخالفت کاوه، اوس یې په اړه له غیر ثابت دریځ سره مخ دي، له یوه اړخه افغان کلمه تر پښتون قوم منحصره ګڼي او بل خوا بیا ادعا کوي، چې جبهه یې ملي ده، یعنې له ټولو افغانانو څخه جوړه ده.
د شر او فساد ډلې مشر احمد مسعود خپله هم د افغان هویت په تړاو ثابت دریځ نه لري، هغه له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو، چې د افغانستان برښنايي پیژند پاڼه به هیڅکله هم وانخلي، د نوموړي په وینا چې دغه پیژند پاڼې له ملي یووالي او ملي ګټو سره مخالفې دي. په داسې حال کې چې د شر او فساد عاملین یو خوا له همدې ملي ګټو سره مخالف دي او بل خوا بیا د همدې ملي ګټو په نوم پر ولس حاکمیت غواړي.
د شر او فساد پلویان نه تنها دا چې د ملي هویت په وړاندې ثابت دریځ نه لري، بلکې د افغانستان لوی او ویاړلی تاریخ د پردیو قرباني کوي. څه موده وړاندې د دغه ډلې یو شاعر د افغانستان لویې برخې د خراسان په عنوان، ایران پورې وتړلې. د ملي ګټو په وړاندې د شر او فساد ډلو دښمي او بې ثباته دریځ هغه مهال هم څرګند شو، چې مشر یې د رسنیو پر مخ د کرکټ ملي ټیم ملاتړ وکړ، خو د څنګ ملګرو یې بیا دغه ټیم تر یوه قوم پورې منحصر وباله او د مخالفت لپاره یې بحثونه راولاړ کړل.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.