د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د سره صلیب نړیوالې کمیټې د روان ۲۰۲۵ میلادي کال په اوږدو کې د اوبو رسولو امارتي شرکت سره په ګډه د اوبو رسولو په برخه کې ۲۵ پروژې بشپړې کړې دي.
په دغو پروژو کې د کندهار، هرات، جلالاباد، بدخشان، کندز، پروان، خوست او بلخ ولایتونو کې د اوبو مېټرونو برابرول، د اوبو د تولید او وېش د سرچینو سولري کول، د شبکو پراختیا او د شبکو د ساتنې، څارنې او ترمیم په برخه کې د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول شامل دي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ترمنځ د همکاریو د بیا کتنې غونډه کې د یادې کمېټې مسئولینو ډاډ ورکړی، چې راتلونکي کال کې یې د لا ډېرو همکاریو پروګرامونه په پام کې نیولي دي.
