په کابل کې د متحده عربي اماراتو نوي سفیر، سيف محمد الکتبي د خپل باورلیک نسخه‏ د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي ته وړاندې کړه.

بهرنیو چارو وزارت وایي، ښاغلي متقي متحده عربي اماراتو نوي سفیر ته د هرکلي ترڅنګ په نوي ماموریت کې د بریا هیله وکړه‏ او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګڼو برخو کې د اړیکو د پراختیا فرصتونه موجود دي چې باید ترې ګټه پورته شي.

له بل لوري، د متحده عربي اماراتو‏ نوي سفیر د کابل او ابوظبۍ ترمنځ اړیکې تاریخي وبللې او ژمنه یې وکړه چې د دوه اړخیز تجارت او ټرانزیټ په برخو کې پر نوو پروژو کار کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version