رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین ته د سولې او جګړې د پای یو نوی وړاندیز کړی دی.

د راپور له مخې پوتین غوښتنه کړې، چې د روسیې د پوځي عملیاتو د درولو په بدل کې دې اوکراین د دنباس سیمه په بشپړ ډول پرېږدي، د ناټو له غړیتوبه دې لاس واخلي، کيېف باید بې پرې پاتې شي او لویدیځو ځواکونو ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

سرچینې وایي، د اوکراین ولسمشر ويلاديمير زيلينسکي د پوتين دغه وړاندیز په کلکه رد کړی او یو اړخیز یې بللی دی.

د مالوماتو له مخې، دا مهال د دنباس ۸۸ سلنه سیمه د روسي ځواکونو تر ولکې لاندې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version