د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون په یوه خبري غونډه کې ویلي، د روسیې هر هغه وړاندیز به رد کړي چې په کې د اوکراین په ختیځ کې له دونباس سیمې د اوکراییني ځواکونو وتل شامل وي.

د هغه په خبره، له دونباس سیمې د ځواکونو وتل يې پوتین او سرتیرو ته يې پر کییف د بریدونو فرصت په لاس ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خاورې د ورکړې مسئله باید له روسیې سره له اوربند وروسته راپورته کړو، لومړی باید اوکراین ته امنیتي تضمینونه ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید اوکراین او روسیې د خپلو خاورو له یوې برخې تیر شي.

د یادونې وړ ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ به د جمعې په ورځ په الاسکا کې وګوري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version