له نن څخه پوره دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د فبرورۍ په ۲۴ مه روسیې پر اوکراين بريد وکړ او روسي ځواکونو پتېلې وه، چې په لنډو ورځو کې به دا جګړه ګټي او د اوکراين لمن به راټولوي، خو د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم اوکراين د روسې پر وړاندې مقاومت کوي.د رسنيو د راپورونو پر اساس د اوکراين د جګړې دوه کاله پوره کېدو سره همدا تېره شپه روسي ځواکونو د اوکراين “اوديسه” ښار په نښه کړ او دا پرله پسې دويمه شپه ده، چې روسي الوتکې په ياد ښار بمباري کوي.دا چې د دې جګړې د تلفاتو اصلي ارقام دواړه هېوادونه نه په ډاګه کوي، خو د رسنيو اټکلي ارقام ښيي، چې په جګړه کې څه د پاسه يو سل او لس زره وګړو خپل ژوند بایللی دی او په ميليونونه اوکراينان يې په کور دننه او بهر کډوالۍ ته اړ کړيدي.رسنۍ په داسې حال کې د اوکراین د جګړې د دوه کلنۍ راپورونه خپروي، چې تازه د د ايټاليه لومړۍ وزيره “جورجيا میلوني”، د کانډا لومړی وزير “جسټين ټروډيو”، د بلجيم لومړی وزير “الکساندر ديکرو” او د اروپايي کمېسيون مشره “يورسولا ونډيرلېن” له اوکراين سره د ملاتړ او همغږۍ په موخه د اوکراين پلازمينې “کيېف” ته رسېدلي دي.د ايټاليا هېواد په يوې خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې ياد څلور مشران د پوليند هېواد له لارې په رېل ګاډي کې اوکراين ته ورسېدل.د اوکراين جګړې يواځې دانه چې روسيه او اوکرين اغيزمن کړي، بلکې ګڼ شمېر نور هېوادونه يې هم سخت اغيزمن کړيدي.د اوکراین د جګړې په اړه ملګرو ملتونو هم انديښنه ښودلې او وايي، چې د اوکراين جګړې په نړۍ کې داسې د نه باور يو حالت رامنځته کړي، چې هيڅ وړاندوينه يې نه کېږي.د يادې ادارې د عمومي اسامبلې مشر دېنېس فرانسېس وويلي: ” جګړې د اسامبلې هر غړی هېواد، چې دلته حضور لري، اغيزمن کړيدي، که دا د خوراکي توکو د بيو د لوړېدو له امله ده او که د انرژۍ د خونديتوب له امله ده. دا جګړه چې هيڅ ورته اړتيا نشته، بې له شکه د نړۍ جغرافيوي – سیاسي او سياسي – اقتصادي حالت د بدلون لامل ګرځېدلې، نه يواځې دا چې ښکېلو هېوادونو ته يې مخامخ تاوان اړولی، بلکې د ګڼو هېوادونو د پرمختګ مخه يې ډب کړې ده”.داسې راپورونه هم رسنيو خپاره کړي، چې په جګړه کې ښکېل دواړه هېوادونه روسيه او اوکراین د وسلو د نشتون له ستونزو سره مخامخ دي. اوکراين سره امريکا د ۶۰ ميليارده ډالرو په ارزښت د وسلو د ورکړو ژمنه کړې وه، خو ياده بودجه د امريکا په کانګرېس کې ايساره پاتې ده.بل لور ته داسې راپورنه هم خپاره شويدي، چې د اروپايي ټولنې يو شمېر غړي هېوادونه اوکراين ته د مرستو د ورکړې سره مخالف دي، همدې مسلې ته په اشارې سره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ناسته کې سرمنشي انتوني ګوتېرېش د روسې او اوکراين جګړه د اروپا په سينه يو سخت او پرانيستی زخم وبله.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version