د روسیې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د اوکراین پوځ د روسیې او اوکراین ترمنځ په سرحدي سیمه کرسک کې د جګړو پر مهال تر څلویښتو زرو ډېر پوځیان له لاسه ورکړي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې؛ په ټولیزه توګه د کرسک په محاذ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د اوکراین څه باندې ۴۰ زره پوځي ځواکونه، ۲۴۰ ټانګونه، ۱۷۸ جنګي وسایط، ۱۲۵ زغرهوال وسایط او سلکونه نور وسایط یې له منځه تللي دي.