د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ياد وزارت وزير سید عباس عراقچي، چې د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه يې سعودي عربستان ته سفر کړی و، د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره ليدلي.

د سرچينې په خبره په دغه لیدنه کې، دواړو لوريو عراقچي او فيدان له اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول له سوريې او فلسطين څخه د ملاتړ او دغه راز د ایران او ترکيې ترمنځ د همکاريو پر اړتیا ټینګار کړی.

ياده دې وي چې، پرون د اسلامي همکاريو د سازمان غونډه ترسره شوه چې په کې په نورو مسايلو سربېره د غزې د بيا رغونې طرحه هم منظوره شوه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version