ایراني رسنيو راپور ورکړی چې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خپل سعودي سیال فيصل بن فرحان سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول غزه کې د صهیونیستي رژیم د نسل‌ وژنې د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.

د سرچينو په وينا، دواړو لوریو د اسرائیلو جنایتونه غندلي او د اسلامي هېوادونو له‌ خوا یې د دې جنایتونو د ژر تر ژره پای ته رسولو لپاره د ګډ اقدام پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دواړه هېوادونه د غزې جنايت په داسې حال کې غندي چې، حماس غورځنګ په خپلو اعلاميو کې بار بار په اسلامي نړۍ غږ کوي چې عملاً د غزې او د مظلومو فلسطيني وګړو دفاع ته ورودانګي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version