د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، عباس عراقچي د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې کتلي دي.
د سرچينې په خبره په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د سیمې د روان وضعیت په اړه هم خبرې شوې دي.
اعلامیې زیاته کړې چې دواړو لورو په سیمه کې د شتو ګواښونو او له اوکراین سره د روانې جګړې په اړه هم د نظرونو تبادله کړې ده.
که څه هم د ايران بهرنيو چارو وزارت دا خبره نه ده کړې؛ خو روسیې ته د عراقچي د سفر يوه موخه دا هم ښودل شوې چې تهران له مسکو څخه امريکا سره د روانو مذاکراتو په اړه مشورې واخلي.