د ایران تسنیم خبري اژانس د صهیونیستي رژیم د رسنیو له قوله خبر ورکړی، چې له یمن څخه تازه پر اسرائیلو توغندیز برید شوی.

صهیونیستي رسنیو ادعا کړې چې د دغه رژیم هوایي دفاع سیستم توغندي شنډ کړي دي.

د راپور له مخې د دې توغندي له توغولو وروسته د تل ابیب په ګډون ګڼو اسرائیلي ښارګوټو کې د خطر زنګونه کړنګېدلي او لسګونه زره صهیونیستانو ته امر شوی چې د لسو دقیقو لپاره په پناه ځایونو کې پاتې شي.

یاده دې وي چې د یمن وسله‌وال ځواکونه وخت ناوخت د فلسطین پر اشغال شویو سیمو چې اوس‌مهال د صهیونیستي وګړو تر واک لاندې دي هوایي بریدونه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version