د سوریې د ولسمشرۍ دفتر په یوه اعلامیه کې د قطر په منځګړیتوب د دغه هېواد د انتقالي حکومت د مشر احمد الشرع او د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې موخه یې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د سیمهییزو مسائلو په اړه خبرې اترې وې.
د اعلاميې له مخې دواړو لورو د يوه او بل د ملي حاکميت او خپلواکۍ ته په درناوي او د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې په ردولو ټينګار کړی. دغه راز په دې لیدنه کې دواړو لوریو له ګډو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د امنیتي او استخباراتي همغږۍ پر پیاوړتیا هم هوکړه کړې ده.
اعلامیه زیاتوي، دغه راز په دې کتنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د بندرونو له لارې د خلکو او اموالو په لېږد رالېږد کې اسانتیاوې هغه نور موضوعات وو چې په دې ناسته کې تر بحث لاندې نیول شوي و.
د احمد الشرع د دفتر په وینا دا غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او د سیمهییز ثبات د ټینګښت لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د عراق او سوریې د اوسنیو مشرانو ترمنځ دا کتنه د قطر د امیر شیخ تمیم په منځګړیتوب ترسره شوې ده.