د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له الجزیرې ټلویزیون سره په خپله لومړۍ مرکه کې ویلي، چې د لويديځ په تېره امريکا او اسرائيل له لوري د ایران د اټومي پروګرام د پای ته رسولو خبره یو خیال او مهال دی.

پزشکيان ويلي، هېواد یې د اسرائيل هر ډول پوځي اقدام پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري او ځواکونه یې د اسرائيل ستراتیژیک اهداف بیا ځلې ویشتلی شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران په مذاکراتو کې ګواښونه او د فشار پالیسۍ نه مني او هر ډول خبرې باید د متقابل درناوي له مخې وشي.

هغه ویلي، چې تهران د اسرائیلو هر ډول اقدام سره د مقابلې لپاره چمتو دی او په وينا یې اسرائیل د ایران د بدلولو هڅه وکړه، خو ناکام شو.

په ورته مهال د اسرائيلو دفاع وزير يسرائيل کاتز هم ويلي، چې له ايران سره د بيا جګړې احتمال شته دی.

سياسي شنونکي بيا د ايراني او اسرائيلي چارواکو يو بل ته ګوتڅنډنې د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې د بيا پیل د احتمال په معنا بولي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version