کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بدخشان امنیې قومندانۍ منسوبینو د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې پنځه تنه نیولي، چې څو ورځې وړاندې یې په یاده ولسوالۍ کې څلور تنه په «بې رحمۍ» وژلي وو.

د یاد وزارت په وینا، له نیول شویو کسانو څلور میله وسلې، دوه لاسي بمونه، یوه اندازه مرمۍ، نظامي چانټې او نور وسایل ترلاسه شوي دي.

کورنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو د هویت په تړاو څه نه‌دي ويلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version