د پرځېدلي جمهوریت د یو نظامي اکرام الدین سریع په ترور سره د مخالفو جبهو د پوچ انسجام د خطر زنګ وهل شوی، د سریع وژل کېدو په ډاګه کړه چې د مخالفینو ترمنځ اعلان شوی یووالی، ګډې ناستې او تنظیمي همغږي، له ځان تېر ایستلو پرته بل څه نه وو.
دې پېښې هغه ژور اختلافات بربنډ کړل چې د اوږدې مودې لپاره د دوی په هڅو، د «یووالي» تر پردې لاندې پټ ساتل شوي وو؛ خو اوس د تاوتریخوالي، بېباورۍ او ښکاره شخړو په بڼه راڅرګند شوي دي.
مقاومت جبهه چې یو وخت یې ځان د افغانستان د حاکم نظام په وړاندې د ګډ دریځ بېلګه معرفي کاوه، نن له پاشلتیا، داخلي شخړو او ټوټه کېدو سره لاس او ګرېوان ده. آزادۍ جبهه او همدارنګه د سمیع سادات تر مشرۍ لاندې متحده جبهه هم له دې کړکېچ څخه خوندي پاتې نه دي. پر یو بل د تورونو لړۍ یې د جلا وطنۍ ژوند د کړکېچنو سیالیو په ډګر بدل کړی دی.
په دۍ ډلو کې هره ډله او هر مشر، بل لوری یا نفوذي شخص بولي او یا یې په خیانت تورنوي. د شک، بدګومانۍ او بې باورۍ فضا تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده؛ هر یو له دې وېرېږي چې هسې نه بل یې د خپل نفوذ، بقا او شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره قرباني کړي.
شخصي رقابتونو، فردي ځان غوښتنو، د واک، امتیاز او نفوذ د ترلاسه کولو هڅو یې هوش له سره اخیستی چې له امله یې په دې ډلو کې د خپل منځي وژنو او خونړیو پېښو احتمال ورځ تر بلې زیاتېږي؛ ځکه دا ډلې د تل په څېر، تاوتریخوالی د اختلاف د حل یوه مشروع وسیله ګڼي.
په ایران، پاکستان او حتی لوېدیځو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو ترمنځ د ورته ډلو تجربې ښيي چې د افغانستان د حاکم نظام په وړاندې مخالفت، ډېری وخت د خپل منځي شخړو او خونړیو اختلافاتو لامل ګرځي؛ چې لامل یې تر ډېره بریده د ګټو پر سر سیالي، د واک وېش او د نفوذ پراخول وي.
په جنبش ګوند کې خونړي اختلافات د دې بهیر یو څرګند او ژوندی مثال دی؛ هغه څه چې داخلي سیالیو یې د ګڼو مشرانو ژوند اخیستی، ګوند یې کمزوری، سیاسي باور یې له منځه یووړ او بالاخره جنبش یې بدنام او له منځه یووړ.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
