د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په دغه هېواد کې روانو لاریونونو په اړه د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې د حاکمیت د نقضېدو په صورت کې دوی پوهیږي، چې کوم ځای په نښه کړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي د ټرمپ پیغام ګواښوونکی بللې او ویلي دي، چې ښایي نوموړی د هغو کسانو تر اغېز لاندې وي، چې له ډیپلوماسۍ وېرېږي.

ورته مهال د ایران دفاع وزیر، عزیز نصیرزاده ویلي، چې هېواد به یې هر بهرني ګواښ ته قاطع ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر وویل، چې که ایران کې لاریونوال وځپل شي؛ واشنګټن به یې په ننګه میدان ته ورودانګي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version