نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اکواډور ماچالا ښار په یوه زندان کي د بندیانو ترمنځ د نښتې له امله ۳۱ تنه وژل شوي.
د اکواډور چارواکو ویلي، چې نښته د دوه جنایي ډلو ترمنځ رامنځته شوې، چې پکې وسلې او چاودېدونکي توکي هم کارول شوي دي.
د اکوادور د زندانونو چارواکو ویلي، په تېرو څو میاشتو کي د دې هیواد په بېلا بېلو زندانو کي ورته نوري پېښي هم را منځته شوې دي.
د معلوماتو له مخې څو میاشتې وړاندې هم د یاد ښار په زندان کې د خپل منځي نښتو پر مهال ۶۸ تنه وژل شوي وو.
