د لوګر ولایت د امر بالمعروف مسئولین وایي، دوه خطر ناک کوډګر یې د جادو له وسایلو سره یو ځای نیولي چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له مېرمنو څخه پیسې اخیستې.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، نیول شوې کسان به د لا نورو څېړنو په موخه بعدلي او قضایي ارګانونو ته وپېژندل شي.

د امر بالمعروف محتسبینو ډاډ ورکړی، چې هيڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version