‏د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د پالیسۍ مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت د ایران د اوسپنیزو ډ‌برو ټولنې له رئیس مهرداد اکبریان او په کابل کې د ایران سفارت له استازي حسین روستایي سره کتلي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا په ځانګړې توګه د کانونو د موندنې، کیندنې او د افغانستان پر کاني سرچینو پانګونه باندې خبرې ترسره او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، ایراني پلاوي په دې کتنه کې ویلي، د ایران خصوصي سکتور لېواله دی، چې د افغانستان پر کاني زېرمو پانګونه وکړي.

ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال، د هېواد نافذه قوانینو ته په پام ایراني پلاوي ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version